Monday, June 25, 2012

په افغانستان كي د كركت لوبه


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ په لور وخوځیده

کابل – افغانستان : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون د یکشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په ۴ نیټه، د لویو وچو (انټرکانټنیټال کپ) سیالیو په لړ کې له ایرلینډ سره د لوبو تر سره کولو په موخه هیواد د ایرلینډ په لور پریښود.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د جولای میاشتې په دریمه او پنځمه نیټه، د ایرلیڼد له ملي لوبډلې سره دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي ، او تر هغې وروسته به د همدې میاشتې په نهمه نیټه، د دغه هیواد له لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي.
له ایرلینډ څخه د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو په ګټلو سره به افغانستان نیغ په نیغه د ۲۰۱۵ کال نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو ته لاره ومومي ، او د دې ترڅنګ به د څلور ورځنۍ لوبې ګتل هم افغانستان د لویو وچو (انټرکانټینتال کپ) سیالیو اتلولۍ ته نږدې کړي .
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځای ناستی کپتان کریم خان صادق وایي د دوو نړیوالو لوبو ګټل د افغانستان لپاره مهم او خورا ارزښت لري ځکه په دې سره افغانستان د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو جام ته لاره مومي.
له ایرلینډ سره د لوبو لپاره د افغانستان له لوري لاندې لوبغاړي غوره شوي دي .
کريم خان صادق ( کپتان) نبي عيسى خېل، شهزاد محمدي، شاه پور ځدران، دولت ځدران، جاوېد احمدي، شبير نوري، نور الحق ملکزى، عزت الله دولتزى، نجيب ځدران، سميع الله شينوارى، همزه هوتک، امير منګل، ګلبدين نايب او اصغر ستانکزى.
کبيرخان د توپ اچونې برخې روزونکی، دولت احمدزی مرستیال روزونکی، امیش پټوال د توپ وهنې برخې روزونکی او شفیق الله ستانکزی د لوبډلې مدیر.
د لویو وچو (انټرکانټنیتال کپ) سیالۍ د هرو دوو کلونو په اوږدو کې ترسره کیږي او دافغانستان په ګډون اته د کرکټ دوهمه درجه هیوادونه پکې ګډون کوي ، دغه هیوادونه عبارت دي له افغانستان، کاناډا، متحده عربي امارات، هالنډ، سکاټلنډ، ایرلینډ، نمیبیا او کینیا څخه.
افغانستان که څه هم چې تیر ځل د لویو وچو(انټرکانټینټال کپ) سیالیو اتلولي خپله کړې وه خو اوس د دغو لوبو په جدول کې د ۳۷ نمرو په لرلو سره په دوهم مقام کې ځای لري، ایرلینډ د ۵۴ نمرو په لرلو سره په لومړي مقام کې دی .


د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې قطر ته ماتې ورکړه

کابل – افغانستان : د افغانستان کرکټ نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د اسیایي کپ سیالیو په لړ کې نن د یکشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په څلورمه نیټه ، د قطر د نولس کلنو ځوانانوملي لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه او د ۱۹۱ منډو په توپیر سره یې ماتې ورکړه.
دافغانستان نولس کلنې ملې لوبډلې د لوبې ټاس وګاټه او په خپله یې د لوبې کولو پریکړه وکړه ، افغانستان په ۴۶،۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د قطر لوبډلې ته د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري نورالحق ملکزی ۵۳ منډې،شبیر نوري ۵۱ منډې، نجیب الله ځدراڼ ۴۹ ، محیب الله پاک ۴۱ منډې او حشمت الله شاهدي په خپل وار سره ۳۳ منډې جوړې کړې.
که څه هم چې د افغانستان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې پرون د سریلانکا په وړاندې ډیرې کمې منډې جوړې کړې وې خو ننۍ لوبې بیا بله بڼه لرله او افغان ځوانان دپرون په پرتله خورا پیاوړي بریښیدل او خپلې سیالې لوبډلې ته یې یوه ښه هدف وټاکه.
قطر لوبډلې لوبه پیل کړه خو د افغان بالرانو له سختو ګذارونو سره مخ شول ، قطر لوبډلې په ۳۰،۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوآځې ۱۱۷ منډې جوړې کړې او وایې نشو کولای د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلي له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.
د افغانستان له لوري په بالینګ کې بیا جاوید احمدي ښه وځلید او دقطر لوبډلې ۵ لوبغاړي یې یو په بل پسې د لوبې له ډګره ویستل،همدا راز افتاب علم او شبیر نوري په خپل وار سره دوه دوه لوبغاړي وسوځول .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله سبا خپله دریمه لوبه د بنګله دیش د نولس کلنو لوبډلې په وړاندې ترسره کړه .
د یادونې وړ ده چې د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په اسیایي کپ سیالیو کې برخه اخیستي، د اسیایي کپ سیالۍ د جون میاشتې په ۲۳ نیټه، په مالیزیا هیواد کې پیل شوي دي او د جولای میاشتې تر لومړۍ نیټې ، پورې به دوام وکړي، په دغو سیالیو د افغانستان په ګډون اته هیوادونو برخه لري 


No comments:

Post a Comment